د کنړ د ښوونځیو شورا ګانو غړو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۰:۲۸
د کنړ د ښوونځیو شورا ګانو غړو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

پوهنې وزارت_کنړ: د ټولنیز خوځښت او د پوهنې شوراګانو ریاست لخوا د (MSI AMANAT) په مالي مرسته د کنړ ولایت د (شیګل او وټه‌ پور) ولسوالیو (۵۴) د ښوونځیو شوراګانو غړو ته د (ښوونځیو د شوراګانو د فعالیتونو لارښوود) تر نامه لاندې ورکشاپ پیل شو.
د کنړ د پوهنې رییس استاد مجیب الرحمن همدرد د یاد ورکشاپ د پیل پر مهال د پوهنې وزارت او خصوصاً د ټولنیز خوځښت او د پوهنې شوراګانو ریاست څخه یې مننه وکړه چې د کنړ ولایت د ښوونځیو شوراګانو د ظرفیت لوړولو برخه کې زیاته پاملرنه کوي.
همدارنګه د ټولنیز خوځښت او پوهنې شوراګانو ریاست سرپرست رحیم الله لودین د خپلې وینا په ترڅ کې د یاد روزنیز ورکشاپ په هکله معلومات ورکړل چې ذکر شوی روزنیز ورکشاپ به د ټولنیز خوځښت او د پوهنې شوراګانو ریاست لخوا، د (MSI AMANAT) په مالي مرسته د کنړ ولایت د شیګل او وټه پور ولسوالیو (۵۴) د ښوونځیو شوراګانو د څلورو میاشتو په جریان کې دایریږي؛ چې له دې سره به د روزل شویو شوراګانو غړي د ښوونځیو په چارو کې د ټولنې د ښکېلتیا، د ولسي مرستو را جلبولو، د ښوونځیو د پرمختیایي پلان تطبیق، د ښوونځیو د ستونزو د حل د لارو-چارو لټولو او امکاناتو پیدا کولو مهارتونه تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې همدا ورکشاپونه به راتلونکې کې په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS