د کنړ ولایت دعمراخان لېسې دزده کوونکو سره دکرونا ناروغۍ وقایوې توکو مرسته و شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۸:۳۹
د کنړ ولایت دعمراخان لېسې دزده کوونکو سره دکرونا ناروغۍ وقایوې توکو مرسته و شوه

په هغه غونډه کې چې د عمراخان لېسې په انګړ کې جوره شوي وه، پکې د پوهنې رییس مجیب الرحمان(همدرد) مالی او اداري معاون، د ښوونېزې څارنې امر، د مرکز د پوهنې امر او د ښوونېزې څارنې امر سربېره دعمراخان لېسې مدیر ګډون کړی وو.

د پوهنې رییس مجیب الرحمان(همدرد) په وینا د صداقت غورځنګ خیریه بنسټ له لوري، د عمراخان لېسې سره(۵۰۰) ماسکونه، درې درجنه ډیټول صابون او یواندازه سنټایزر مرسته کړي، چې نن مو په همدغه لېسه کې زده کوونکو ته ووېشل موږ ترې ډېره مننه کوو، خو ګرانو زده کوونکو ته مې سپارښتنه داده، چې ښوونځیو ته د داخلیدو په وخت کې خپل لاسونه ومېنځي، سنټایزر استعمال کړي او ماسکونه واچوي او په خپل منځ او په ټولګي کې فاصله مراعت کړئ، چې ترڅو د دغه وژونکي ناروغۍ څخه روغ پاتې شي.

په اخره کې د پوهنې ریاست مالي او اداری معاون او د عمراخان لېسې مدیر هم د کرونا ناروغۍ په وقایوې تدابېرو خبرې وکړي او وویل چې ترڅو زده کوونکي مو په بشپړه روغتیا کې زده کړې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې د ۱۴۰ تنو ښوونکو او د تعلیمي بنسټونو د مدرسینو په ګډون علمي ناسته پیل شوه

 د لوګر ولایت مرکز اړوند ۱۴۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو د ۲۵۰ تنو ښوونکو په ګډون د «قرآن کریم په اسانه طریقه تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاده ناسته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د خېمې او قرطاسیې مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت سپین‌غر ولسوالۍ اړوند مهمند راغه لومړني ښوونځي سره د یوې خېمې، د پاکو اوبو ذخیرې او قرطاسیې مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو له زده. . .

BACK TO NEWS