د کنړ په اسمارو ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۶:۱۰
د کنړ په اسمارو ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

د پوهنې وزارت_کنړ: د کنړ د اسمار ولسوالۍ د هلکانو د مرکزي لېسې نوي ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کنړ والي محمد اقبال سعید، د پوهنې رییس مجیب الرحمن همدرد لخوا په داسي حال کې چې ولایتي شورا رئیس، د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو اوزده کوونکو ګډون درلود د پټی په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کنړ والي محمد اقبال سعید د یادې ودانۍ د پرانیستلو په غونډه کې وویل: پوهنه د هېوادونو او ټولنو د پرمختګونو بنسټ دی او خوښ دی، چې نن د یوداسې مرکز پرانیسته کوي، چې پرمټ به د جهل تیارې ختمې او ټولنې ته به رڼاګانې وړاندې کړي.

هغه د لېسې ودانۍ د بشپړیدو له امله د اسمار ولسوالۍ مشرانو، د زده کوونکو او والدینو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د قومي مشرانو، پوهنې آمریت له استازو، ښوونکو او زده کوونکو وغوښتل، چې د ودانۍ او تجهیزاتو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه د پوهنې رییس د یادې ودانۍ له پرانېستو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چې په دې ولایت کې به د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

د پوهنې د رییس په وینا دغه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دریو پوړنو کې د افغان حکومت د ملي بودیجې له لارې د ۱۹،۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو کلونو په موده کې جوړه شوي ، چې ۲۴ درسي ټولګي، کمپیوټر لېب، لابراتوار، د اوبو څاه، احاطوي دیوال، د زده کوونکو لپاره میز او چوکۍ او نور اړیني آسانتیاوي لري. چې د یادې ودانۍ له پرانېستو سره د اسمارو ولسوالۍ سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپیریال برابر شوي دې .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS