د یو شمېر ولایتونو د ښوونځیو له زده کوونکو څخه د آزمویښتي معیاري آزموینو اخیستلو لړۍ پیل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۵۸
ddf
د پوهنې وزارت د پلان رئیس مولوي حبیب الله «مؤذن» او ورسره مل پلاوي خوست ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت اړوند اسماعیل خان مندوزيو ولسوالۍ په خړین عالي لېسه کې د معیاري آزموینو آزمویښتي پروسه پرانیسته، چې ور سره سم په څلورو نورو ولايتونو «بلخ، پروان، هرات او غزني» کې هم دغه لړۍ پيل شوه.
همدارنګه د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق «صادق» د غزني ولایت پوهنې رئیس او مسئولینو سره په ګډه، په ياد یاد ولایت کې د آزموینو له بهیر څخه څارنه وکړه او زده کوونکو ته یې د علم او پوهې په تر لاسه کولو کې د زیاتو هلو ځلو توصیه وکړه.
په ورته مهال د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس مولوي شمس الرحمن حماس په هرات، د څارنې او ارزونې رئیس مولوي غلام ربي رباني پروان او د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب په بلخ ولایتونو کې د ذکر شویو آزموینو له پروسو څخه څارنه وکړه.
پوهنې مسئولینو په یادو ولایتونو کې د آزمویښتي معیاري آزموینو له بهیر څخه د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد په ښوونیزو بنسټونو کې د معیاري آزموینو په تعمیم سربېره، د عدالت او روڼتیا پر تامین ټینګار وکړ.
د همدغو ولايتونو پوهنې رئيسانو هم د يادې موضوع په اړه خبرې وکړې او زده کوونکي يې وهڅول، تر څو په خپلو درسونو کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۴:۴۸
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته د ۳،۷ مېلیونه افغانیو په لګښت درسي توکي ولېږل شول

د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته د ۳،۷ مېلیونه افغانیو په لګښت تخنیکي وسایل او ښوونیز توکي واستول شول، چې ټاکل شوې د یاد ولایت د مرکز او ۲۵ ولسوالیو پر ښوونځیو ووېشل. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۳:۴۳
Background image

د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې غونډه، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې د معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ په داسې حال کې جوړه شوه، چې پکې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست یو. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۳:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس پنجشېر ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکيتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي سمیع الحق حماس په مشرۍپلاوی د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو په موخه، پنجشېر ولایت ته ورسېد.
په پیل کې نوموړي د دغه ولایت. . .

BACK TO NEWS