د یو نیسف موسسي لخوا د کندهار د يو ښوونځي سره مرسته وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ - ۱۱:۴
د یو نیسف موسسي لخوا د کندهار د يو ښوونځي سره مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_کندهار: په کندهار کي د یونسیف همکاري مؤسسې د خپلو هغو مرستو په لړ کي چي د پوهنیز بهیر سره یې په بیلابیلو وختونو اوبرخو کي ترسره کړي یو ځل بیا د زرغونې انا اول نمبر لېسې سره د (۱۵۰) عدده چوکیو، یو عدد مولد او د مکتب د ښکلا او عامه پوهاوي په موخه د رسامی د لیکلو مرسته وکړل .
د یادو اجناسو د ورکړي او تسلیمي پر مهال د عمومي زده کړو امر محمد طاهر ایوبي د یادي مؤسسې د تعلیمي برخي مسؤل محمد طاهر سروري مرستیال عادل څخه مننه وکړل چي هر وخت یې د پوهنیز بهیر د پیاوړتیا ترڅنګ یې د هغو اجناسو چي د پوهنیز بهیر په پیاوړتیا کي مهیم رول لري مرسته کړې ترڅو زده کوونکي وکولای شي په یو مناسب ماحول کي خپلي زده کړي ترسره کړي دغه راز یې غوښتنه وکړل ترڅو نور هم په ورته برخو کي د بیلابیلو ښوونځیو سره خپلي مرستي دریغ نکړي چي باالمقابل د یادي مؤسسې د تعلیمي برخي مسؤل ښاغلي محمد طاهر سروري وعده وکړل چي د امکان ترحده حاضر دی د هغو اجناسو په ورکړه کي همکاري وکړي چي پوهني ریاست یې په زده کړیز ماحول کي ورڅخه ګټه اخلي همدارنګه یې زیاته کړل ډیر ژر به د یادي ښوونځی د ځینو ساختماني چارو په ترمیم کي هم برخه واخلي ترڅو زده کوونکي په یو وړ پوهنیز ماحول کي خپلي زده کړي ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS