د ۱۴۰۳ لمریز کال پر مهال په میدان وردګ ولایت کې پوهنې سره له ۴۳ مېلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۵:۲۴
12

 د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې، د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست سره د یوې همکارې ادارې له لوري، په ټولیزه توګه ۴۳ مېلیونه ۳۳۳ زره ۸۳۴ افغانۍ مالي مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو په وینا، پورته ذکر شوې پیسې د یاد ولایت په ۷ ولسوالیو کې د ښوونیزو مرکزونو په جوړولو لګول شوې دي، چې پکې د احاطوي دیوالونو جوړول، لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبول، څښاک پاکو اوبو څاګانو کیندل، اړین ملحقات، او نورې تعلیمي اړتیاوې شاملې دي.
هغوی زیاته کړه، چې د همدغو پروژو په بشپړېدو سره د زرګونو زده کونکو لپاره غوره تعلیمي آسانتیاوې برابرې شوې.
د پوهنې وزارت مشرتابه، د ښوونیزو ملاتړو ادارو له مادي او معنوي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، د هېواد د طلابو او زده کونکو لپاره د زده کړې سالم چاپېریال رامنځته کول خپله بنسټیزه دنده ګڼي او په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو درېغ نه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS