رسنیز بلنلیک

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۲۷
dfs

ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت مشرتابه لخوا، د کابل ښار د ښوونځیو "ساینس ستوري" سیالیو ګټونکي زده کوونکي وستایل شي.

د مراسمو د پیل وخت: ۲۷ /۴ /۱۴۴۶ ق. (۹ /۸ /۱۴۰۳ لمریز کال)، نن چهار شنبې ورځ، له غرمې مخکې ۹ بجې؛

پته: د کابل ښار پوهنې ریاست د کنفرانسونو تالار --- درېیمه ناحیه --- غزني سرای؛

د هېواد د رسنیو له ټولو محترمو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، تر څو د دغې پرتمینې غونډې په خبري پوښښ او د زده کوونکو هڅونې په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS