رسنیز بلنلیک

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۵:۴۳
14

په پام کې ده، چې د پوهنې وزارت او د افغان پوسټ شرکت تر منځ غوښتونکو ته د نتایجو او شهادتنامو په لېږد کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شي.

وخت: ۱۴۴۵ هـ ق (۱۲/۱۶ / ۱۴۰۲لمریز کال)، چهارشنبې ورځ، د شعبان المعظم میاشتې ۲۵مه نېټه، له غرمې مخکې ۱۰بجې.

ځای: کابل ښار، زنبق څلورلارې، کابل سټار هوټل.

د ټولو رسنیو محترمو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه ورکول کېږي، تر څو د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړي.

یادونه: د خویندو لپاره د مناسب ځای د نشتوالي له امله د ښځینه خبریالانو له راتګ څخه معذرت غواړو.

د اړيکې شمېرې: ٠٧٩٧٨٩١٧١٠ او ٠٧٩٩٣٦٩٤٨٧

والسلام

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۰:۸
Background image

د آزموینو ملي ادارې رئیس د بلخ ولایت د پوهنې له مسئولینو سره وکتل

د آزموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني د بلخ ولایت د پوهنې ریاست له مشرتابه، شیخو او علماوو سره وکتل.

په پیل کې د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل یاد ولایت ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۹:۳۹
Background image

د هېواد د زیاتو سړو او سړو سیمو-- ولایتونو د ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو آزموینو په تړاو "د پوهنې وزارت خبرتیا" 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د لایحې له مخې، ټاکل شوې ده، چې د هېواد په زیاتو سړو او سړو سیمو--ولایتونو کې د رسمي او خصوصي ښوونځيو څلور نيم مياشتنۍ آزموينې، په لاندې ډول پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۹:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست پکتیا ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د هېواد د ولایتونو د ښوونیز او روزنیز وضعیت د ارزونې په موخه، نن له خپل یو پلاوي سره پکتیا ولایت ته ورسېد.
 په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست. . .

BACK TO NEWS