د پوهنې وزارت سرپرست پکتیا ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۹:۱۹
dsfgsd

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د هېواد د ولایتونو د ښوونیز او روزنیز وضعیت د ارزونې په موخه، نن له خپل یو پلاوي سره پکتیا ولایت ته ورسېد.
 په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست له مشرتابه او کارکوونکو سره یې وکتل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د سرپرست له ورتګ څخه د هرکلي ترڅنګ، د دغه ریاست د کارونو او کړنو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې ریاست مسئولین او کارکوونکي خپلو اساسي مسئولیتونو ته متوجې کړل.
 په ورته مهال د پوهنې وزارت پلاوی، په داسې حال کې چې د پوهنې ریاست مسئولینو یې ملتیا کوله، د یاد ولایت د ببرک خان ځدراڼ عالي لېسې او مرکزي دارالاېتام په ګډون له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او هغوی ته یې د پوهنیزو آسانتیاوو په اړه، چې د هېواد بچیانو د علمي وړتیاوو لوړولو په موخه د پوهنې وزارت لخوا چمتو شوې دي، معلومات ورکړل.
 ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د پکتیا ولایت مقام ته تشریف یوړ او د یاد ولایت  له والي مولوي مهرالله حماد او د علماوو شورا له رئیس شیخ مولوي صالح محمد فقیر سره یې وکتل.
 په دې کتنه کې د یاد ولایت د پوهنیز وضعیت د پیاوړتیا او لاښه والي په تړاو هراړخیز بحثونه ترسره شول.
دغه راز د ولایت مقام رهبرۍ او د علماوو شورا، د پوهنې وزارت د پلانونو د ملاتړ سربېره، د پوهنې وزارت سرپرست ته د دغه وزارت د پلانونو د عملي کولو ډاډ ورکړ.
همدارنګه د یاد سفر د آجنډا له مخې، نوموړي د یاد ولایت له مشرانو او شیعه علماوو سره هم وکتل.
 يادو علماوو هم د پوهنې وزارت کړنې وستايلې او د هېواد له تعليمي پلانونو يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS