غور ولایت کې د پوهنې ریاست چارواکو او مرستندویه موسسو ترمینځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۱:۲۵
غور ولایت کې د پوهنې ریاست چارواکو او مرستندویه موسسو ترمینځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

پوهنې وزارت، غور: د غور ولایت د پوهنی ریاست چارواکو او مرستندویه موسسو ترمینځ د همغږۍ غونډه د یاد ولایت د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

په نوموړې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ، د کډوالو او راستنیدونکو چارو د ریاستونو استازو، د یونیسف ، سي آر ایس او ورډ ویژن مرستندویه موسسو چارواکو ګډون درلود.

د غور د پوهنې سرپرست میراحمد حسیني د مرستندویه موسسو له همکارۍ نه د مننې تر څنګ د دې ادارې ستونزې او ننګونې په ګوته کړې او ویل: د ښوونځیو ودانۍ او د مسلکي ښوونکو نشتون هغه ننګونې دي چې موږ ورسره مخ یو، چې د دې ستونزو د حل لپاره موږ د مرستندویه موسسو لا ډیر ملاتړ او مرستو ته اړتیا لرو.

د یاد ولایت د پوهنې سرپرست د سیمه ییزو ښوونځیو له لارې ښوونې او روزنې ته د خلکو د لاس رسي او همداراز د پوهنې د کیفیت د لوړو په موخه، د مرستندویه موسسو پر دوامداره مرستو ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د مرستندویه موسسو او دولتي ادارو استازو وویل: موږ د تل په څیر د پوهنې ملاتړ کوو او په دې برخه کې شته ستونزې او ننګونې به له خپلو اړونده ادارو سره شریکې کړو او د حل لپاره به یې هراړخیزې هلې ځلې هم وکړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ د ښوونځیو ښوونکو مسلکي مهارتونو لوړولو لپاره ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د ۶۸ تنو ښوونکو او مسئولینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې ۵ ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو.

د بامیان ولایت پوهنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

سرپل ولایت کې له ۲۰۰ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د سرپل ولایت پوهنې ریاست له ۲۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې معلومولو په موخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني د یادې ازموینې ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د بامیان ولایت شیبر ولسوالۍ د ښوونځیو منسوبینو لپاره ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۹۴ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او د شوراګانو غړو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې ۵ ورځنی ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS