قرغیو ولسوالۍ کې یو نوی ښوونځی جوړېږي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۵ - ۱۲:۴۰
تهداب گذاری یک باب مکتب در ولسوالی قرغه یی

پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کې د الحاج میرزا محمد صافي لومړني ښوونځي بنسټ ډبره د نوموړي ولایت د پوهنې رئیس عبدالله حمیدی، د سیمه ییزې ادارې چارواکو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په شتون کې کیښودل شوه.

یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په ۲ جریبه ځمکه کې د یوه قومي مشر او روښان پوهنتون موسس الحاج میرزا محمد صافي په مالي مرسته د (۶۰۰) زره امریکایي ډالرو په لګښت، څلورو پوړونو کې جوړیږي، چې ۸ ټولګي، لمریز بریښنایي سیستم، د څښاک اوبو څاه، څوکۍ ، میزونه او نورې اړینې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري.

په پای کې د پوهنې رئیس د صافي صاحب له مرستو او د سیمه ییزو قومي مشرانو له هلو ځلو مننه او ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۹:۱۹
Background image

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست کې د (HRMIS) سیسټم پرانېسته وشوه

پوهنې وزارت، پکتیا: د جلالتمآب ولسمشرمحمد اشرف غني د لارښوونې سره سم ، ملکي کارمندانو لپاره د بشري سرچینو د مدیریت د منظم سیسټم د جوړولو په موخه، د لومړي ځل لپاره د پکتیا پوهنې ریاست کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۶:۱۶
Background image

ننګرهار ولايت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د لوخۍ لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د اقرا برنامې له لورې د څلورنیم میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۵:۱۲
Background image

پکتیکا ولایت کې د نجونو يو نوى ښوونځى پرانیستل شول

پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت مټا خان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د التقوا په نوم د نجونو يو ښوونځى د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال صالح محمد ظفر، د مټاخان. . .

BACK TO NEWS