لغمان ولایت کې د څه کم دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د لغمان ولایت دولتشاه ولسوالۍ اړوند فیضالقرآن دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، چې پر شپږ جریبه وقف شوې ځمکه به جوړه شي، د پوهنې مسوولینو په حضور کې پیل شوې.
د يادې ځمکې ارزښت ۴۵۰ زره افغانۍ او د ودانۍ جوړولو اټکلي لګښت ۱.۵ میلیونه افغانۍ دی، چې د سیمې د خلکو له لوري به تمویل شي.
پورته ذکر شوې ودانۍ به درسي خونې، کتابتون او نور اړین ملحقات ولري.
