لغمان ولایت کې پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا وایروس د واکسین لګولو بهیر پیل شو
پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا وایروس د واکسین لګولو بهیر د یاد ولایت د والي مرستیالې بریښنا ساپۍ په شتون کې پیل شو.
د لغمان ولایت د والي مرستیالې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست له مرستو او د روغتیایی کارکوونکو له هلو ځلو مننه وکړه، د پوهنې ریاست ټولو کارکوونکو او ښوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې د کرونا وایروس واکیسن ولګوي او دعامې روغتیا ریاست لارښوونې په پام کې ونیسي، څو د دې وایروس له خطره خوندې پاتې شي.
دا بهیر د ښوونکو په ګډون د ملکي او نظامي خدومتونو د کارکوونکو لپاره پيل شوی چې په دوو پړاونو کې به پلی شي.
هېره دې نه وي چې د کرونا وایروس واکسین د هندوستان هیواد لخوا مرسته شوی.
