لغمان ولایت کې ۶۲ تنو ښوونکو ته ۸ ورځنی سمینار پیل شو

د لغمان ولایت د ۶۲ تنو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی سیمینار، د پوهنې د یوې ملاتړ ادارې په همکارۍ، په مرکز مهترلام ښار کې د پوهنې ریاست مسئولینو او ښوونکو په حضور کې پیل شو.
د لغمان پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د علمي او میتودیکي ناستو په ارزښت خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست له کارکوونکو څخه یې د همغږۍ او تنظیم په خاطر مننه وکړه.
نوموړي د دغه سیمینار له ګډون والو وغوښتل، چې له دغه فرصتونو ګټه واخلي، تر څو د هېواد بچیانو ته اغېزناک چوپړونه وړاندې وکړي.