له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۹:۱۱
له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

کابل:
د کابل ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د دغه ولایت د استالف ولسوالۍ د خواجه حسن، شهید عاطفې او د باشي ابراهیم ښوونځیو پر زده کوونکو یې د د چنجیو د مخنیوي د درملو د وېش لړۍ پیل کړه.
لوګر:
دلوګر ولايت د پوهنې مرستيال مولوي عبيدالله هشام د پوهنې د عمومي وضعیت د څېړنې په غرض د دغه ولايت ازري ولسوالۍ ته سفر وکړ او د پوهنې له مسوولينو سره يې وکتل او د دغې ولسوالۍ د ښوونځيو له تدریسي او اداري چارو څخه يې له نږدې وکتل .
نوموړي د يادې ولسوالۍ د پوهنې د مسوولينو ستونزې او وړانديزونه یې هم واوریدل، ترڅو د پوهنې وزارت له مسوولينو سره يې شريک کړي.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست اداري آمر عبدالمنان عابد د دې ولایت د الینګار ولسوالۍ د قلعتک ښوونځي د بیارغاونې چارې یې له نږدې وکتلې او د قرارداد له مخې یې ترسره شوي فعالیتونه سم وارزول او ژمنه یې وکړه، چې ډېر ژر به دغه لېسه د زده کوونکو پرمخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
فراه:
د ښاري حوزې آمر مولوي محمد قاسم معتصم، د بالابلوک ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالبصیر سعیدي او د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي لعل محمد رحماني له خپلو اړوندو کتابتونونو، لابراتوارونو او اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه. او د دغو والسوالیو د ښوونځیو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

نیمروز:
د علم او پوهې تر عنوان لاندې د فوټسال ورزشي سيالۍ د نيمروز ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو په شتون کې د لسو ښوونځيو څخه د لسو ټيمونو په ګډون د سيستان په عالي لېسه کې پيل شوې.
د نيمروز د پوهنې مسوولين وايي، چې د دغو سياليو له پيلولو يې موخه د ښوونځيو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او د دغه ولايت د پوهنې رياست له لوري ټاکل شوي ټيم ته د ورزشکارانو پېژندل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

بدخشان ولایت کې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ د هزاره قدم عالي لېسې ودانۍ د یو همکار بنسټ په مرسته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې ده. همدارنګه د یادې لېسې د زده‌کوونکو والدینو هم د ښوونځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د میدان وردګ ولایت ښوونځیو ته سپورټي توکي ووېشل شول

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ اړوند د امام ابو حنیفه انخي، عثمانیه، امام ابو حنیفه، تنګي او زرني ښوونځيو ته د والیبال، کرېکټ او رسۍ لوبو تجهیزاتو په ګډون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاځلې پرانیستل شوه

د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ اړوند شهید نېک محمد ښوونځي ودانۍ، چې د بیاجوړولو کارونه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې لخوا بشپړ شوي وو، د پوهنې رئیس، علماءکرامو او د خلکو استازو په. . .

BACK TO NEWS