له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې د ځینو خبرونو لنډیز
![98](/sites/default/files/2023-09/whatsapp_image_2023-09-19_at_11.12.11_am.jpeg)
کابل
د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د لس بابه سیمه ییزو دیني مدارسو د رسمیت په مناسبت د پوهنې وزارت د مسئولینو، دیني علماوو او عامو خلکو په ګډون یو لړ مراسم ترسره شول.
د یادې ولسوالۍ دپوهنې آمر له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځيو او مدارسو ته واستوي.
غزني
په دې وروستيو کې د غزني ولايت پوهنې رياست په کچه د نويو ګمارنو لړۍ پيل شوې، چې په ترڅ کې يې نوي ګمارل شوي کسان د یاد رياست مشرتابه له لوري د پوهنې رياست کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
بغلان
د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي تر څارنې لاندې د یاد ولایت د پوهنې ریاست د ۱۹ بابه ښوونځیو لپاره د مېزونو او څوکیو د ترمیم چارې د بغلان ولایت د مشرتابه، د مستوفیت استازو او د یاد ولایت پوهنې ریاست مسئولینو په حضور کې پیل شوې.
سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند شپې لېسه کې د شاملولو په موخه، د.ا.ا. له ۱۳۹ م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ډله ییزه آزموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر، د آزموينې د بهير د څارنې په ترڅ کې له ګډون والو وغوښتل چې له برابر شوي ښوونیز فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني په یاد ولايت کې د ج/هادي لېسې له څلور نيم مياشتنيو آزموينو څارنه وکړه.