په غزني ولايت کې د ۵ بابه ښوونځيو جوړولو چارې پیل شوې
![sdg](/sites/default/files/2024-07/449740930_449762108051718_5929421146087507394_n.jpg)
د غزني ولایت پوهنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یو مرستندویه بنسټ په مرسته، د یاد ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې، د ۵ بابه ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.
یاد ښوونځي چې هر یو به ۶ درسي ټولګي او یوه اداري خونه ولري، ټولییز لګښت یې ۵۳ میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د یاد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي ميرنصير احمد حسيني، د همدغو ښوونځيو د بنسټ اېښودلو په مراسمو کې، چې په ګيرو ولسوالۍ کې جوړه شوې وو، وويل: د دغو ښوونځيو له جملې څخه به په ګيرو ولسوالۍ کې ۳ بابه او اندړو ولسوالۍ کې ۲ بابه جوړ شي او په رغولو سره به یې شاوخوا ۴۰۰۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شي.
د سیمې خلکو په خپلو ولسوالیو کې د ښوونځیو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو یې د ملاتړ ترڅنګ، د ښوونیزو آسانتیاوو د پراختیا هرکلی وکړ.