له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۱:۵
فشرده اخبار  فعالیت  های معارف ولایات

نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د یونیسف له ولایتي مسوولینو سره په لیدنه کې په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو په هکله خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د مرستو غوښتنه وکړه.
د يادې شوې ادارې مسوولينو د مرستو د ژمنې په ترڅ کې له ښاغلي مطمين څخه وغوښتل چې د نورستان ولسواليو ته د پوهنې وزارت د ٩٠ زره جلده درسي کتابونو د وېش لپاره د منظم پلان په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
هرات:
د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د دغه ولايت د ښار او نږدې ولسواليو د پوهنې مسوولينو ته د نخبګانو عالي ليسې په تالار کې په جوړه شوې غونډه کې د ښو خدمت کولو، د یوه او بل د منلو، په اداري مسایلو کې د نظم راوستلو او نورو اړینو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې. له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل چې زده کوونکي خپل معنوي اولادونه وګڼي او د روزنې په برخه یې تر خپله وسه هڅه وکړي.
فراه:
د فراه ولایت د پوهنې رئیس مولوي اختر محمد زعیم د دغه ولایت بکواه ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې له سیمه ییزو چارواکو، د پوهنې له مسوولینو او قومي مخورو سره د لیدنې پر مهال د ښوونځیو، مدارسو او د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو اداري او تدریسي چارې وڅېړلې. په ياده شوې ولسوالۍ کې یې د شته ستونزو د حل په برخه کې د مرستو ژمنه وکړه.
خوست:
د خوست ولايت د پوهنې مسوولين وايي: د UNHCR په مالي مرسته يې د قلموال ولسوالۍ په نارينه او ښځينه ښوونځيو کې د يو کتابتون او پنځو تشنابونو د جوړولو کار پيل کړى، چې ډېر ژر به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
نیمروز:
د نيمروز ولايت د پوهنې رياست د بدني روزنې او سپورت د عمومي مديريت په مرسته د سولې او دوستۍ تر نامه لاندې د فوټسال سيالۍ د دې ولايت د ښوونځيو د اتو ورزشي ټيمونو ترمنځ چې دوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د شهید محمد ګل محمد د هلکانو د اتم ټولګي د ټیم په اتلولۍ سره پاې ته ورسېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۹
Background image

بدخشان ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو

د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په کاسه‌تراش کلي کې د کاسه‌تراش لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ښوونځی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۷
Background image

سرپل ولایت کې د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سرپل ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند «د منبع‌العلوم روحانیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه. دغه ودانۍ پر نیم جریب ځمکه کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۱۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ د چهلتن منځني ښوونځي لپاره د ۵ بابه درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، د دغو ټولګیو جوړولو لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د. . .

BACK TO NEWS