د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۱۱
484

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ د چهلتن منځني ښوونځي لپاره د ۵ بابه درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، د دغو ټولګیو جوړولو لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د علم‌پالو اوسېدونکو له لوري تمویلېږي.
د چارواکو په وینا، د یادو ټولګیو په جوړېدو سره به د دغه ښوونځي د زده‌کوونکو لپاره د مناسب درسي ځای کمښت ستونزه حل او د زده‌کړې لا ښه چاپېریال به ورته برابر شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د هرات ولایت کشک رباط‌سنګي ولسوالۍ د نجونو او چپل‌قل ښوونځيو نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، یو شمېر دیني علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. 
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند،. . .

BACK TO NEWS