له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۴:۱۴
bv

پکتیا
د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د یاد ولايت د ښوونځيو له مسئولينو سره د ليدنې پر مهال، د پوهنې رياست د رهبرۍ د حکمونو او لارښوونو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې  او له هغوی یې وغوښتل، چې د زده کوونکو د ښوونیزې کچې لوړولو، د ښوونکو د درسي پلان او د زده کوونکو نظم او سپلین ته جدي پاملرنه وکړي، څو په ښوونځیو کې د ګډوډۍ مخه ونیول شي.

لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې پلاوي سره په ګډه د ګمبن او مریم د نجونو لېسو له اداري او تدریسي چارو څخه د څارنې پر مهال، د ښوونکو د تدریس او د زده کوونکو د زده کړې کچې وارزولې. 

کاپیسا
د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ د مولوي جلال الدین شهید عالي لېسې مسئولینو د هغو ممتازو زده کوونکو ستاینه وکړه، چې د سږ کال د کانکور په آزموینه کې یې لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړې ده.

ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د یاد ریاست له کارکوونکو سره د ليدنې پر مهال، د نوي تشکيل د نهايي کېدو، د کارکوونکو د معاشونو پر څرنګوالي، د ښوونکي د ورځې نمانځلو او يو شمېر نورو مهمو ښوونیزو مسايلو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.

کاپیسا
د کاپيسا ولایت حصه اول ولسوالۍ د شيرک پيرک د نجونو د لېسې نوې آمره د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر له لوري استادانو او زده کوونکو ته ور وپېژندل شوه او رسماً يې خپله دنده پيل کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS