له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
![123](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-05_at_10.19.51_am.jpeg)
پکتیکا
د پکتيکا ولايت شخېل آباد ولسوالۍ د حکم کلا او برلک کليو اوسېدونکو له خپلو شخصي پيسو سل زره افغانۍ، په یادې ولسوالۍ کې د حضرت بلال (رضي الله عنه) لېسې لپاره د مېزونو، څوکيو د ترميم او يو شمېر نورو وسايلو د آماده کولو په موخه مرسته وکړه.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولایت ګرشک ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو تدریسي او اداري کړنې وارزولې.
د غه راز نوموړي د یادې ولسوالۍ بت شکن کلي اړوند د عمر ثالث مدرسې د جوړولو له چارو څخه کوم چې د هلمند د قول اردو قوماندان الحاج ملا شرف الدین تقي په شخصي لګښت جوړېږي، څارنه وکړه.
د یو بل خبر له مخې:
د هلمند ولایت پوهنې رئیس له خپلو اړوند کارکوونکو سره ناسته وکړه او د تېرو کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
دغه راز نوموړي د یاد ریاست د استادانو او کارکوونکو د خدمتي بستونو په اړه هم يادو کسانو ته لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو يادې ستونزې وڅېړل شي او د حل لارې یې چارې ولټول شي.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یاد ولايت بهسودو ولسوالۍ د احنف بن قيس او مولوي سمېع الله ريحان لېسو اداري او تدریسي چارې و ارزولې.
په ورته مهال، نوموړي د وضعيت د لاښه والي تر څنګ د درسي کیفیت پر لوړولو ټينګار وکړ.
نیمروز
د نيمروز ولايت پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني، د یاد ولايت مرکز اړوند د فروخي لېسې اداري اسناد وڅېړل او د زده کوونکو پر سالمه روزنه يې ټينګار وکړ.