له پوهنې سره د میدان وردګ ولایت د خلکو ملاتړ دوام لري

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۹:۱۸
fsdgsg

دوو تنو معارف دوسته وګړو، د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه "رحمه الله" ګربت عالي لېسې د لمریزې برېښنا سیسټم د ترمیم او نصبولو په موخه، د ۲۰ زره ۲۶۰ افغانیو مرسته وکړه.

دغه راز د یاد ولايت په جلګې ولسوالۍ کې د غازي عبدالکبير خان لېسې ته د برېښنا رسولو سيسټم، د دغې لېسې د آمر په مرسته د ٦٠ زره افغانيو په ارزښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

- د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند د بالاه ده کهنه خانه ښوونځې ودانیزې چارې چې د ۴مېلیونه ۹۸۰ زره افغانیو په لګښت د پوهنې یو همکار بنسټ په مالي مرسته پیل شوې وې، په دې وروستیو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په یاده پروژه کې احاطوي دېوال، تشنابونه، یو حلقه څاه، د اوبو سیسټم او نورې آسانتیاوې شاملې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS