لوګر کې یوه نوې دیني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱ - ۱۵:۱۱
لوګر کې یوه نوې دیني مدرسه پرانیستل شوه

د لوګر مرکز پل علم پورې اړوند د سید حسین کمیدان په سیمه کې د دارالقرآن بي بي زینب په نوم یوه نوې دیني مدرسه فعاله شوه .
د یادې مدرسې په پرانیست غونډه کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او زده کوونکو برخه اخیستې وه. 
دغه مدرسه د سیمې خلکو په غوښتنه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت تر منظورولو وروسته تاسیس شوه. 
په یاده مدرسه کې د بیلا بیلو سیمو ۲۰۰ نجونۍ او هلکان په دیني زده کړو بوخت دي.
د نوموړې مدرسې د ودانۍ جوړېدو لپاره د یاد کلي یوه اوسیدونکي سید نجیب الله ۶ بسوې ځمکه هم معارف ته وقف کړې ده. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یادې سیمې اوسېدونکو ته د مدرسې د پرانیستو مبارکي ورکړه او ترې ویې غوښتل، چې خپل اولادونه د دیني زده کړو لپاره دغې مدرسې ته ولېږي. 
د پوهنې رئیس ژمنه وکړه، چې په لوګر کې به د دیني مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو شمېر زیاتوي او هم به ودانۍ ورته جوړ کړي. 
په لوګر کې دا مهال ۲۹ دیني مدرسې، دارالحفاظونه او دارالعلومونه فعالیت لري، چې د ۹۰۵ نجونو په ګډون ۳۰۳۰ کسان په کې دیني زده کړې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS