مطبوعاتي اعلامیه
څوک چې له زده کوونکو سره تاوتریخوالی وکړي سخته سزا به ورکړل شي.
پوهنې وزارت کابل: زده کوونکو سره د ښوونځي په چاپېریال کې هر ډول تاوتریخوالی منع او تر څار لاندې دی.
که څوک د زده کوونکو سره د ښوونځیو په چاپېریال کې تاوتریخوالی وکړي، سخته انضباطي (له دندې ګوښه کېدو) سزا ورکول کیږي
د پوهنې د قانون د ۳۹ مې مادې پر بنسټ هر ډول فزیکي او روحي آزار حتی د اصلاح او ادب په موخه منع دی
د ښوونیز څار د غړو له لوري د ښوونکو، سر ښوونکو، مدیرانو او د ښوونځیو د نور پرسونل ټولې کړنې تر څارنې لاندې دي، د زده کوونکو سره د بد چلند د راپور په ترلاسه کولو سره سم به عاملینو ته سزا ورکول کیږي.
د ښوونځیو د زده کوونکو څخه همدارنګه غوښتنه کیږي تر څو د ښوونې او روزنې د چاپېریال اصول او مقررات مراعات کړي.
