مطبوعاتي بلنليک
د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د ولسواليو دیني مدارسو د ۴۲ تنو غوره حافظانو ترمنځ د قرآن کریم د حسن تلاوت سیالۍ ترسره کېږي.
وخت: سې شنبې ورځ، د رمضان المبارک مياشتې ۲۸مه، ۱۴۴۷ هـ ق، چې د روان لمریز کال د کب/حوت مياشتې له ۲۶مې نېټې سره برابره ده، د سهار ۱۱ بجې.
ځای: د کابل ښار، شاه دوشمشېره ته څېرمه، افغان ترک لېسه;
د رسنیو له محترمو خبریالانو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کېږي، چې د دغې پرتمينې غونډې خبري پوښښ لپاره زموږ سره ګډون او همکاري وکړي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
