میدان وردګو ولایت کې د نیالګیو کینولو کمپاین لا هم روان دی

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۶:۵۲
میدان وردګو ولایت کې د نیالګیو کینولو کمپاین لا هم روان دی

د پوهنې وزارت، میدان وردګ: په ښوونیزو بنسټونو کې د سمسور چاپیریال رامینځته کولو په موخه د میدان وردګو ولایت په الفتح دارالعلوم کې ۲۰۰ قلمې میوه لرونکي او ښکلاییز نیالګي ولګول شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو مرستیال الحاج محمدآقا رحماني د کرنې او مالدارۍ ریاست او د یاد ولایت له اولسونو څخه د نیالګیو د ورکړې په پار مننه وکړه او وې ویل: که تعلیمي بنسټونه سمسور او زرغون چاپیریال ولري نو دا د دې لامل کیږي چې زده کوونکي په ښه توګه زده کړې وکړي ځکه د تعلیمي بنسټونو سمسورتیا د زده کوونکو په ذهني پیاوړتیا کې خورا اغیزناک رول لري.

وروسته د تابش خصوصي پوهنتون رئیس میراجان حقدوست او د الفتح دارالعلوم آمر عزیزالرحمن رحماني د سمسور او زرغون چاپیریال په ګټو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د چاپیریال سمسورتیا د انسان په روغتیا باندې مثبتې اغیزې لري او له ټولو زده کوونکو یې غوښتنه وکړه څو د نیالګیو پالنې او ساتنې ته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS