میدان وردګ کې د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ اړوند یوه لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د پوهنې د یو تن مینهوال محترم انجنیر شفیق مسیر په مالي ملاتړ جوړه شوې، چې ۱۰ درسي او اداري خونې، په کمپیوټر سمبال ټولګی، کتابتون او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
