مېرمن رنګینه حمیدي د پوهنې وزارت د نوماندې او سرپرستې په حیث رسماً معرفي شوه او کار یې پیل کړ

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۲۰:۲۵
مېرمن رنګینه حمیدي د پوهنې وزارت د نوماندې او سرپرستې په حیث رسماً معرفي شوه او کار یې پیل کړ

د پوهنې وزارت_کابل: مېرمن رنګینه حمیدي د پوهنې وزارت د سرپرستې په حیث رسماً معرفي شوه او کار یې پیل کړ.

د اغلې رنګینې حمیدي د معرفۍ مراسم د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د عمومي رییس ډاکټر فضل محمود فضلي، د پوهنې وزرات مخکیني وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي، د ملي شورا غړو، د پوهنې وزارت د معینانو او کارمندانو په ملتیا د پوهنې وزارت په مقر کې ترسره شو.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې عمومي رییس ډاکټر فضل محمود فضلي په دې مراسمو کې د پوهنې وزارت د پخواني مشرتابه د خدمتونو او زحمتونو په مننې سره ژمنه وکړه چې د جمهوري ریاست ماڼۍ په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د وضعیت ښه کولو ته ژمنه ده او د پوهنې د اصلاحي پروګرامونو ننګه کوي.

په همدې حال کې، د پوهنې وزارت پخواني وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي د پوهنې وزارت له نوې سرپرستې مېرمنې رنګینې حمیدي څخه وغوښتل چې د پوهنې د اصلاحي پروګرامونو تداوم ته پام وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرستې، مېرمنې رنګینې حمیدي، له جمهور رییس محمد اشرف غني څخه په مننې سره د پوهنې وزارت د پخواني مشرتابه زحمتونه وستایل او ویې ویل چې اصلاحات، د تعلیمي خدمتونو متوازن کول، د زده ‌کړې د کیفیت لوړول، د تعلیمي نصاب معیاري کول، د ښوونکو د ظرفیت لوړول او د دې ادارې غیر سیاسي کول به یې د کار لومړیتوبونه وي.

اغلې حمیدي د پوهنې وزارت د رهبرۍ مسوولیت الهي امانت وباله او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې له کورنۍ سره په همغږۍ سره به د افغانستان د بچیانو د راتلونکې د ښه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS