ننګرهار کې د شپولې دنجونو لېسې نوې ودانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ اړوند د شپولې دنجونو لېسې نوې ودانې دیو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د یادې ښوونځي ودانې په پا خه او اساسي ډول د یو کال به موده کې د شانتی رضاکاري ټولني په مالي مرسته جوړه شوي، چې ۶ درسي خونې، دزده کوونکو لپاره میز لرونکې چوکې، دڅښاک دپاکو اوبو ژوره څاه، ۶ غرفې تشنابونه او نور اړین ملحقات لري .
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د یادې لیسې په انګړ کې جوړه شوي وه د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې ددغه ودانۍ دجوړیدو له امله خوښې وښوده او له مرسته کوونکې ادارې څخه یې مننه وکړه چې دده په غوښتنه یې دغه ودانۍ جوړه کړه، هغه وویل خوښ دی چې نن دهغه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ پرانسته کوي چې یو مهال یې دی هم زده کوونکی و.
د پوهنې ریس همدارنګه دسیمې پر قومي مخورو او دینې عالمانو غږ وکړ چې د نجونو لپاره د زده کړو د اسانتیاو په برابرولو کې له پوهنې ریاست سره اوږه ورکړي.هغه همدارنګه له زده کوونکو وغوښتل چې دودانۍ په ساتلو او دخپل ښوونځي دچاپېریال په پاک او زرغون ساتلو کې مرسته وکړي .
همدارنه په ختیځوولایتونوکې د (شانتې رضاکاره ټولنې )مشر ډاکتر محمدعیسی ننګ په خپلو خبرو کې وویل اړونده اداره ویاړې چې دهسکې مینې ولسوالۍ چې یو مهال د جګړې تود نغری و او هیڅ مرسته کوونکی اداره نه حاضریده چې په دې ولسوالۍ کې کار وکړي د نجونو دلېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله .ښاغلي ننګ ډاډ ورکړ چې په راتلونکې کې به یې هم د اړونده ادارې مرستې له پوهنیز بهیر سره روانې وي . نوموړي وویل اړونده اداره به یې پر ودانیزو چارو سربیره په ښوونځیو کې د کتابتونونو جوړولو لړۍ هم روانه وساتي.
د غونډې په پای کې د شانتي زضا کاره ټولنې له خوا پر زده کوونکو روغتيايي کڅوړې چې لومړنيروغتيايي وسايل پکې و او قرطاسيه وويشل شوه .
