ننګرهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۱
ننګرهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ د بهرام شاه لومړنې ښوونځي د ودانۍ دبنسټ ډ‌بره د نوموړي ولایت دپوهنې ریاست د مسوولینو لخوا کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د یوجریب ځمکي په ساحه کې ، چې دسیمې د یو تن اوسیدونکي محترم بهرام شاه لخوا معارف ته ډالۍ شوي ، چې ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، ۳ تشنابونه، د اوبو څښلو څاه او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري، د ۴ میلیونه او ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت د دریو میاشتو په موده کې د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست دولسي تړون د اقراء برنامې په چوکات کې به ګتې اخیستنې ته چمتو شی.
د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو نجونو او هلکانو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS