ننګرهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۵:۴۲
ننګرهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت دهسکې مېنې ولسوالۍ پاپین د نجونو لېسې د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې رییس حسیب الله شینواری لخوا په داسي حال کې چې د یادې ولسوالۍ ولسوال رضوان الله بشرمل، قومی مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود کیښودل شوه.

د پوهنې رییس د ښوونځي د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې د دې ولایت د پوهنې ودې او پرمختګ ته جدي پاملرنه کوي او هڅې یې دا دي، چې د ښوونځي عمر لرونکو هېڅ ماشوم بې زده کړو پاتې نشي. نوموړي دغه راز له ټولو هغو کسانو مننه وکړه، چې په دې ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره کار کوي.

د پوهنې رییس په وینا د پاپین د نجونو د لیسې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د سویډن موسسې په مالي مرسته د ۳ میلیونو او ۱۳۲۹۸۰ زره افغانیو په مجموعی لګښت د ۸ میاشتو په موده کې جوړیږی، چې ۸ درسي ټولګې، ۲ د لابراتوار خونې، ۲ اداري خونې، د څښاک اوبو ژوره څاه، پېنځه غرفې معیاري تشنابونه او نور اړین ملحقات به ولري چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو نجونو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS