ننگرهار کې زده کوونکو د سید الشهدا پر ښوونځي شوی خونړی برید په کلکه وغنده

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۴:۴
ننگرهار کې زده کوونکو د سید الشهدا پر ښوونځي شوی خونړی برید په کلکه وغنده

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د بیلابیلو ښوونځیو یو شمیر زده کوونکي د دوی د هم قطارانو په استازیتوب په یوې خبري ناسته کې، د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د سید الشهدا لیسې دروازې ته څېرمه، د شنبې ماښام شوی برید، چې د یاد ښوونځي ګن شمیر زده کوونکي شهیدان او ټپیان کړل، په کلکه وغنده او دا عمل یې د اسلام او بشریت ضد عمل وباله.

دوی په ښکیلو خواو غږ وکړ چې شته ستونزې دې د خبرو او تفاهم له لارې ټولې مسلې حل کړي ، که چیرې دا کار شونې نه وي، نو دوی باید په ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو بریدونه و نه کړي چیرې چې ماشومانو ته علم او پوهه ورښوول کیږي.

یادو زده کوونکو د شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره خپله غمرازي او خواخوږي څرګنده کړه او د شهیدانو پاک روح ته یې دعا وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۲۱:۴۰
Background image

د پکتیکا ولايت پوهنې ریاست کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته له ښوونځيو سره د اقراء برنامې نقدي مرستو د مصرف په اړه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په یاد ور کشاپ کې د پکتیکا ولایت اړوند د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۱:۵۵
Background image

د کندهار ولایت پوهنې ریاست او پوهنتون ترمينځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

 مه پوهنې وزارت، کندهار : د کندهار پوهنتون او پوهنې ریاست د مشرتابه له لوري د ګډ کار او همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د کندهار ولايت پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۱:۳
Background image

د ډاډګیرنې پیغام

ښه هغه چې د چا نوم په کې ياديږي
په فاني دنيا به نه وي ژوندى تل څوک

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معينيت ارشد مشاور فضل احمد حيدري د ورپيښې ناروغۍ. . .

BACK TO NEWS