نن د کابل ښار په سیدجمال الدین افغان دارالمعلمین کې د اسلامي.ا. له ۱۲۳ تنو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۵
5254

د اسلامي.ا. له ۱۲۳ تنو هغو م.جاهدینو څخه، چې د ج.هادي فعالیتونو له امله د زده‌کړو له دوام څخه پاتې شوې وو، د کابل په سیدجمال الدین افغان دارالمعلمین کې د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې په پرانیسته کې، د پوهنې وزارت د آزموينو کمېټې رئيس محترم مولوي عبدالواحد واحديار ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ياد بهير په اړه مفصل معلومات وړاندې او له هغوی یې وغوښتل، چې له شته تعلیمي فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي، تر څو په راتلونکي کې خپلو خلکو او هېوادوالو ته د لاښه خدمت جوګه شي.
په پام کې ده چې د پورته ذکر شوې ازموینې ګډون وال به تر ارزونې وروسته، د ښوونځیو په آتم تر دولسم ټولګیو کې شامل شي.
د یادونې وړ ده، چې د روان لمریز کال پرمهال په کابل ښار کې د یادې ازموینې دا ۳م پړاو دی، چې په ترڅ کې یې له شاخوا ۳۰۰تنو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه اخیستل شوې او هغوی د خپلو تحصیلي سویو سره سم په بېلابېلو ښوونځیو کې شامل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS