هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو ودانۍ پرانيستل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۴:۱۶
هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو ودانۍ پرانيستل شوې

پوهنې وزارت، هرات: د سل ورځې او سل زیري پروګرام په چوکاټ کې د پوهنې اونۍ په پیل سره، د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې د سرآسیاب د نجونو ښوونځي او انجیل ولسوالۍ کې د عبدالسلام دهزاد ښوونځي ودانۍ له ۵۰ نورو ښوونځيو سره يو ځاى په انلاین ډول د ویډیو له لارې د جلالتمآب ولسمشر ، لومړي مرستیال، د پوهنې وزارت سرپرستې، والیانو او د پوهنې رئيسانو په ګډون سره پرانستل شوې.

ياد شوي ښوونځي د اقرا پروژې له لارې د شاوخوا لس نيم ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي دي.

د یادو ښوونځیو ودانۍ هره يوه لس او اته ټولګي او نورې ښوونيزې آسانتياوې لري چې په پرانیستلو سره يې د سیمې ۱۵۰۰ ماشومانو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS