هلمند ولایت کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۹
54854

د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ اړوند «د ډاکټر بسم‌الله وردګ» ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۸ میلیونه او ۹۶۴ زره افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ جوړه شوې، اوس د یاد ولایت پوهنې مسئولینو او د سیمه‌ییزو ادارو د چارواکو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ شپږ درسي خونې، د لمریزې برېښنا سیسټم، احاطوي دېوال، د څښاکدپاکو اوبو څاه او نور اړین ملحقات لري، چې د زده‌کوونکو لپاره مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS