هلمند کې د نجونو نړیواله ورځ ولمانځل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۱۰:۴۹
هلمند کې د نجونو نړیواله ورځ ولمانځل شول

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست او یونیسف موسسي لخوا د نجونو نړیواله ورځ د یوي شاندارې غونډې په ترځ کې ولمانځل شوه .
په یاده غونډه کي د هلمند ولایت د پوهني ریاست مسوولینو برسیره د یونیسف اداری مسوول، د دولتی ادرو یو شمیر مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د غونډې ګډون والو د انجونو د حقه حقوقو خونديتوب په هکله خبري وکړې . دوي په خپلو خبرو کي د ښځینه زده کوونکو یا انجونو لپاره زده کړه ډيره اړینه یاده کړه او په وینا يې چي یوه ښځه کولای شي د خپلي کورنۍ ټول ماشومان په ښه توګه وروزي.
د غونډي ګډونوالو وویل د اسلام مبارک دین د علم او پوهني په برخه کي پر مسلمانو امر کړی ترڅو د علم او پوهي په تر لاسه کولو کي هر ډول منډي ترنډي پر ځان ومني او زده کړي وکړي ترڅو چي د ژوندانه له ښېګڼو برخمن شي او ټولنه هم ترې مثبته ګټه پورته کړي.
د پوهني ریاست مسؤلینو همدا راز له ټولو هلمند مېشتو کورنیو غوښتنه وکړه ترڅو خپلي ماشومانې انجوني ښوونځيو او مدارسو ته ولېږي چي له خپلو هغه حقوقو برخمني شي، چي د اسلام مبارک دین پرې امر کړي.
د غونډي په وروستیو کي د پوهنې ریاست لخوا پر نجونو زده کوونکو یو شمیر ډالۍ وویشل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS