هلمند کې نوی ښوونیز کال د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۱۲:۵۹
هلمند کې نوی ښوونیز کال د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شو

پوهنې وزارت_هلمند: هلمند کې نوی تعلیمي کال د ښوونځۍ د زنګ په وهلو سره پیل شو.
په هغه غونډه کې چې د نوي تعلیمی کال د پیل له امله جوړه شوي وه ، دهلمند ولایت والی، د پوهنې رییس ، د دولتي ادرو يو شمیر مسوولینو ، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د یاد ولایت د پوهنې رییس محمد داود شاه صفاری ، د نوي ښوونیز کال د پیل مبارکي تر څنګ په هلمند کې د پوهنې پر وړاندي پر شته ستونزو او پوهنیږ بهیر پر لاسته را وړونو خبري وکړي زیاته یې کړه، په مرکز او اړونده ولسوالیو کې ۲۷۴ بابه ښوونځۍ ودانۍ نلري ، ۷۷ بابه ښوونځۍ په بیلا بیلو ولسوالیو کې د ناامنیو له امله تړلي دي، چي د بیرته فعالیت په برخه کي د خلکو همکاري اړینه ده.
هغه همدغه راز وویل چې د تیرو کلونو په پرتله زیات شمیر انجونو او هلکانو په ښوونځۍ کې نوم لیکنه کړې ده ، چي له جملې یې ۴۹ زره انجوني په زدکړو بوختي دي.
دکتابونو نشتون، د ۳ زره ښوونکو کموالی، د میز او چوکیو نه درلودل او ځنیي نوري هغه ستونزي دي چې د پوهنې ریاست ورسره په نوي کال کې لاس اوګریوان دی.
د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین د نوِي ښوونیز کال د پیلیدو له امله د خوښۍ ترڅنګ د پوهنې په ارزښت خبري وکړي او ددې ولایت له ټولو خلکو یې وغوښتل، چې خپل اولادونه په ځانګړي ډول نجونې ښوونځیو ته ولېږي.
همدا رنګه د هلمند والي ژمنه وکړه، چې په دې ولایت کي به ډير ژر د نویو ښوونځیو د جوړیدو چاري پیل او له طالبانو څخه به و غواړي چې ددوۍ تر واک لاندي سیمو کي ښوونځیو جوړیدو ته اجازه ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۳ - ۱۲:۱۹
Background image

د پوهنې وزیر په شعباتو کې د کارمندانو دکاري فعالیت او صحي ټکو ته د پام کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه

پوهنې وزارت: پوهنې وزیر ښاغلي محمدمیرویس بلخي د کوید ١٩ ویروس د پراختیا د مخنیوي او همدارنګه دکارمندانو د ښو خدماتو د وړاندې کولو او صحي ټکو ته د پام کولو په موخه د پوهنې وزارت له. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۱ - ۲۰:۳۰
Background image

د افغانستان او اماراتو د پوهنې وزیرانو په هیواد کې د آنلاین زده کړو د بنسټیز جوړښت پر تقویت خبرې وکړې

پوهنې وزارت - کابل: د پوهنې وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي د عربي اماراتو له پوهنې وزیر ابراهیم الحمادي سره د ویډیو کنفرانس له لارې د دوه اړخیزو همکاریو په ځانګړی ډول په هیواد د آنلاین زده. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا!

د پوهنې وزارت_کابل: په هیواد کې د تودو سیمو ولایتونو "هلمند، کندهار، فراه، لغمان، ننګرهار، نیمروز او کنړ" او همدا رنګه په سړوسیمو ولایتونو کې د تودو سیمو د ښوونځیو د زده کوونکو کلنۍ. . .

BACK TO NEWS