په افغانستان کې د جاپان مرستیال سفیر د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین سره وکتل
په افغانستان کې د جاپان هیواد مرستیال سفیر ښاغلي تاکویا تانیموتو(Takuya Tanimoto) د ا.ا.ا د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین الحاج مولوي سخاءالله سعید سره وکتل.
په یاده لیدنه کې لومړی معین صاحب، ښاغلي تاکویا تانیموتو ته راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې جاپان هیواد تل له افغانستان سره مثبتې اړیکې درلودې او اسلامي امارت هم په دې هڅه کې دی چې له یاد هیواد سره د دوه اړخیزو همکاریو او متقابل احترام په بنسټ نږدې اړیکې ولري.
ورپسې د جاپان هیواد مرستیال سفیر خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې وویل، د جاپان هیواد غواړي چې د تل په څېر د افغانستان تعلیمي نظام حمایه کړي، چې د پوهنې وزارت او جاپان سفارت د مسئولینو تر منځ په راتلونکو ملاقاتونو کې به د یاد حمایت د کمیت او کیفیت په اړه تفصیلې خبرې کېږي.
محترم معین صاحب د جاپان له مرستیال سفیر څخه د هغه د نیکو ارادو په اړه مننه وکړه او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت به د جاپان هیواد د مرستندویه تعلیمي پروژو د تطبیق لپاره خپلې ټولې اسانتیاوې برابروي او په دې برخه کې به د یو تسهیل کوونکي جهت په توګه رول لوبوي.
