په بدخشان کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ چارې بشپړې شوې
د بدخشان ولایت شهرِ بزرگ ولسوالۍ اړوند چوګاني کلي د امام بخاري رحمهالله علیه دیني مدرسې نوې ودانۍ د سیمې د یو شمېر علمپروره اوسېدونکو په هڅو او همکارۍ، د ۹۰۰ زره افغانیو لګښت سره جوړه او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوه.
یاده ودانۍ شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه لري، چې په بشپړېدو سره یې د مدرسې د زدهکوونکو لپاره اړینې ښوونیزې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
