په جوزجان ولايت کې یو باب ښوونځی پرانیستل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۳:۲۹
22

د جوزجان ولایت خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند په چوغان کلي کې، یو باب لومړنی ښوونځی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې رئیس، علماوو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په ګډون پرانیستل شو.

د یاد ولايت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمدطاهر جواد وويل : د دغه کلي ماشومان په تېرو شلو کلونو کې زده کړو ته لاس رسى نه درلود او د نوي ښوونځي په تاسیس سره ١٧٠ تنه ماشومانو ته د زده کړو آسانتیا برابره او د سواد له نعمت څخه برخمن شول.

د جوزجان د پوهنې رئیس ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د ياد ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړېدو چارې پيل کړي.

بل پلو د سيمې اوسېدونکو په خپل کلي کې د ياد ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګنده او په یاده برخه کې يې د پوهنې رياست له پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۰
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي بیارغونه ترسره شوه

د بلخ ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ اړوند زادیان منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د یوه همکار بنسټ په ملاتړ د یو میلیون او ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د یادو چارو له بشپړېدو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې ۵ درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت بره‌کي‌برک ولسوالۍ اړوند د چهل‌تن منځني ښوونځي لپاره ۵ نوي درسي ټولګي جوړ شوي دي.
د يادو ټولګیو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې د ښوونځي مدیر، ښوونکو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

BACK TO NEWS