په دایکنډي ولایت کې له ۱۲۰۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۵۹
1223

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په موخه، دایکنډي ولایت کې له سلګونو م.جاهدینو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه.

د دایکنډي پوهنې رئیس مولوي عبدالواحد واحديار وايي: دا نوماندان چې شمېر يې تر ۱۲۰۰ تنو پورې رسېږي، په ج/هادي فعاليتونو کې د بوختياوو له امله د زده کړو له بهیر څخه بې برخي پاتې شوي وو؛ چې اوس کولای شي، له شته فرصتونو څخه په استفادې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.

نوموړي زیاته کړه، د یادې پروسې بریالي نوماندان به د هغوی له سویې سره سم په ښوونځیو کې شامل شي.

د آزموينې ګډون والو هم دوی ته د زده کړو لپاره د لازمو ښوونیزو آسانتیاوو په برابرېدلو خوښي څرګنده او له نورو م/جاهدينو یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په استفادې د دیني او عصري علومو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې هم د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست، له سلګونو م/جاهدينو او راستنېدونکو مهاجرينو څخه د سويې د تثبيت آزموينه اخيستې او د زده کړو د دوام په موخه يې په مطلوبو ټولګيو کې شامل کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS