په دایکنډي کې له یوه ښوونځي سره د اداري او ښوونیزو وسایلو مرسته وشوه
د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ له بعثت لېسې سره د امکاناتو د پیاوړتیا او ښوونیزو اړتیاوو پوره کولو په موخه، یو شمېر خیرخواه خلکو او د ښوونځي د شورا غړو د ۷۳ زره او ۵۰ افغانیو په ارزښت ۱۵ قلمه اداري او ښوونیز وسایل مرسته وکړه.
یاد وسایل به د نوموړې لېسې د اداري او ښوونیزو چارو په ښه ترسره کېدو کې مرسته وکړي.
