په دایکنډي کې له یوه ښوونځي سره نغدي مرسته وشوه
د پوهنې په برخه کې د ولسي مشارکت پیاوړتیا په موخه، د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ سیاناهور لېسې د بنسټیزو چارو پراختیا او ښه والي لپاره د سیمې خلکو ۱۷۰ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
یاده مرسته د ښوونیز چاپېریال لا ښه والي، د کتابتون د تجهیز او د ښوونځي د خدماتي تأسیساتو د ښهوالي په برخو کې لګول شوې ده.
