په زابل ولایت کې مدرسینو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه جوړه شوه
د زابل ولایت اطغر ولسوالۍ اړوندو مدارسو او ښوونځیو ۷۵ تنو مدرسینو او ښوونکو ته د مسلکي زدهکړو یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د یادې برنامې پرمهال د تدریس په بهیر کې د بېلابېلو تدریسي طریقو کارول، د درسونو کیفیت لوړول او د ښوونیز نظم پیاوړتیا هغه مهم موضوعات وو چې ګډونوالو ته وړاندې شول.
له ګډونوالو وغوښتل شول چې له دغه پروګرام څخه خپلې ترلاسه شوې علمي او مسلکي تجربې په اعظمي ډول وکاروي او د تدریسي کیفیت لاښه والي او د زدهکوونکو د سالمې روزنې په برخه کې ترې ګټه واخلي.
