په زابل کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۶
سیبسشی

د زابل ولایت مرکز قلات ښار او یوولسو ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ۶۵ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اغېزمنې زده‌کړې د پیاوړتیا، د ښوونیز مدیریت د ښه والي، د تدریسي کیفیت لوړولو، د زده‌کوونکو د زده‌کړې کچې ښه والي او د ښوونیز بهیر د لا اغېزمنولو په برخو کې اړین مسلکي معلومات او روزنه ورکول کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۸
Background image

په لوګر کې له یوه ښوونځي سره نغدي مرسته وشوه

د لوګر ولایت په مرکز کې له جمهوریت لېسې سره د پوهنې‌دوست شخصیت محترم حاجي محمد رومل له لوري شاوخوا ۲ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته وشوه.
 د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۴
Background image

په بلخ ولایت کې د ۱۳۷ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو

د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د طبیعي علومو د برخې ۱۳۷ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د پوهنې ریاست مسوولینو دغه روزنیز پروګرام اغېزمن وباله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۲
Background image

په سمنګان کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د ښوونې او روزنې د ملاتړ په موخه، د سمنګان ولایت مرکز ګل‌قشلاق لېسې د نوې ودانۍ جوړولو لپاره د پوهنې‌دوست شخصیت محترم حاجي جمشید پهلوان له لوري ۱۵۰۰ متره مربع ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS