په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۰
5848

د پوهنې وزارت د تدریسي لایحې له مخې، نن د لړم/عقرب میاشتې په ۲۵مه د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د رسمي او خصوصي ښوونځیو د لومړنۍ/ابتدايه دورې کلنۍ ازموینې پیل شوې.
 ټاکل شوې ده، چې د پورته ذکر شوې دورې د ازموینو تر پای وروسته، د روان لمریز کال د لیندۍ/قوس میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د همدغو ولایتونو د منځنۍ او ثانوي دورو ازموینې هم پیل شي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د سړو سیمو او ولایتونو د پوهنې ریاستونو د راپورونو له مخې، د ازموینو په لومړۍ ورځ پوهنې رئیسانو، آمرینو، د ولسوالیو مسئولینو، علماءکرامو او په ځینو ولایتونو کې د محلي ادارو یو شمېر چارواکو او منورو شخصیتونو د ازموینو بهیر څخه څارنه او کتنه کړې ده.
مسئولینو د کتنې پر مهال د ازموینو وضعیت، څرنګوالی او د ازموینو اخیستلو طریقې وڅېړلې او د ښوونځیو مسئولین او ښوونکي یې د عدالت او روڼتیا په مراعاتولو، او زده‌کوونکي یې د ازموینو د اصولو او نظم په پوره رعایت کولو مخاطب کړل.
هغوی له زده‌کوونکو وغوښتل چې درسونه دې یوازې د ازموینې او د ښې نمرې لپاره نه، بلکې د علم ترلاسه کولو، پوهې زیاتولو، روښانه راتلونکي او د خپل ولس او وطن د خدمت په موخه زده کړئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS