په شمالي زون ولایتونو کې د ښوونکو وړتیا لوړولو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۳
6541

پوهنې وزارت، د همکارو ادارو په ملاتړ، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کارکوونکو لپاره ۹ ورځني روزنیز ورکشاپونه په بلخ او پروان ولایتونو کې پیل کړل.
په دغو ورکشاپونوکې د شمالي زون له پنځو ولایتونو (بلخ، سمنگان، جوزجان، فاریاب او سرپل) څخه د ښوونکو د روزنې، مسلکي پراختیا او د ښوونې او روزنې آمریتونو ۱۰۹ تنه غړي او ۶۶ تنه نور د پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو څخه برخه لري.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې ویناوالو د ښوونکو د وړتیا لوړول او پوهنیز کیفیت ښه‌والی د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې یو حیاتي امر وباله او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې د یادو علمي ورکشاپونو له زده‌کړو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS