په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې او ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۱
147

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې لپاره د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني وویل: د ابو هریره«رضی الله عنه» مدرسې او شهید عبدالغیاث لېسې د بنسټ ډبره د یو همکار بنسټ په مالي مرسته کېښودل شوه او ټاکل شوې، چې د جوړېدو چارې یې په راتلونکو پینځو میاشتو کې بشپړې شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: دغه دوه بابه ښوونیز بنسټونه شاوخوا د ۷ ميليونه افغانيو په لګښت له ټولو اړینو ملحقاتو سره جوړېږي.

ورپسې دیني علماوو هم د اسلام له نظره د علومو په تړاو خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو یې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS