په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نویو درسي خونو جوړول پیل شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د ظابط لومړني ښوونځي لپاره د څلورو درسي خونو جوړول د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شول.
دغه ټولګي به د ښوونځي شورا په همکارۍ او د ځایي خلکو په ملاتړ په ۵ جرېبه ځمکه کې جوړ شي.
د چارواکو په وینا، د یادو درسي خونو په بشپړېدو سره به د زدهکوونکو لپاره د درسي خونو د نشتوالي ستونزه تر یوې اندازې حل شي.
د ګیلان ولسوالۍ پوهنې چارواکو ټینګار وکړ چې د ښوونځیو شوراګانو او د خلکو په ملاتړ سره د پوهنې په برخه کې د عام ولس د ګډون د زیاتولو لپاره هڅې کوي.