په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې
د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵ تنه دیني مدارسو ته د زدهکړو د دوام په موخه ور وپېژندل شول.
سربېره پر دې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په جریان کې هم د یادو ماشومانو له ۳۰۰ تنو څخه د ټولګي د تثبیت ازموینې اخیستل شوې دي، چې دا مهال یې ښوونځیو ته د ورپېژندنې بهیر روان دی.
